د اترا ادارې او افغان ټیلیکام تر منځ د ۱۰۰۰ تیلفوني عامه خونو او د هیواد ۹ پوهنتونو ته نوري فایبر انټرنیټي خدمتونو درسولو قراردونه لاسلیک شول

۲۱ سلواغه ۱۳۹۱
د هیواد په بیلا بیلو لرو پرتو سیمو او کلیوکې چې مخابراتي خدمتونه شتون نلري د ۱۰۰۰  عامه تیلفون خونود جوړولو د  قرارداد د اترا ادارې د افغان ټیلیکم مخابراتي شرکت سره لاسلیک کړ. 

د نوموړې پروژه له مخې چې د داوطلبي پروسې په لړ کې افغان ټیلیکم ګټلې وه نوموړی شرکت به ۱۰۰۰ د تیلفون عامه خونې د هیواد ۳۴ ولایتونو په لرو پرتو سیمو کې نصب او هیوادوالو ته د ګټې اخیستنې لپاره په واک کې ورکوي. همدارنګه د یو بل قرار داد له مخې به د هیواد ۹ پوهنتونو ته د نوري فایبر د انټرنیټي خدمتونو اسانتیاوې او معلوماتي ټکنالوجۍ اسنتیاوې برابرې شې چې په نوموړې غونډه کې لاسلیک شو.
د یادونې وړ ده چې نوموړې پروژه د  دمخابراتو د پراختیایي صندوق (  TDF) په مالي لګښت  ترسره کیږي