له انالوګ څخه ډیجیټل سیستم ته د افغانستان د تلویزیونو خپرونو د اوښتو په هکله دنظرغوښتنې دویمه غونډه جوړه شوه

۱۲ سلواغه ۱۳۹۱
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د اترا  ادارې  لخوا  په افغانستان کې له انالوګ څخه ډیجیټل سیستم ته د تلویزیوني انتشاراتو د اوښتون  پروګرام  دعملي کولو لپاره د عامه نظر غوښتنې دویمه غونډه په نوموړې وزارت  کې  د هیواد د تلویزیونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

په غونډه کې د دواړو اړخونو ترمنځ د  نوموړې پروژې  د تطبیق،  د انتقال د معیاد، مستهلیکنو ته د معیار د کچې پربنسټ د خدمتونو وړاندې کولو، د شبکو  د پراختیا، په راتلونکې پانګې اچونې د تاثیر اود  یو لړ  نورو تخنیکي اړخونو په باب د نظرونو تبادله وشوه.
په غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وشو چې تلویزیوني شبکې  باید خپل نظرونه  او غوښتنې  په لیکلې بڼه د ټاکلې مودې دننه  د اترا ادارې ته وسپاري،  تر څو د هغوی د نظرونو په پام کې نیولو سره  د نوموړې پروژې  د تطبیق  په لور ټاکلي ګامونه پورته شي.
د یادونې وړ ده چې  افغانستان د  ملګرو ملتونو د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د پریکړې  له مخې چې غړیو هیوادونو ته  یې له انالوګ څه ډیجیټل ته د تلویزیوني انتشاراتود سیستم د انتقال لپاره (۱/جولای/۲۰۱۵) نیټې پورې موده ټاکلې  په پام کې لري چې نوموړی پروګرام په خپل وخت  ترسره کړي.