دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت لخوا داساسي قانون دتصویب نهمه کلیزه ونمانځل شوه

۱۸ مرغومی ۱۳۹۱
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت لخوا داساسي قانون دنهمې کلیزې په ویاړ غونډه جوړه شوه . په نوموړې غونډه کې دمخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي اواداري مرستیال وهاب الدین سادات، رهبري هییت، داساسي قانون پرتطبیق دڅارنې دکمېسیون دعامه پوهاوي ريیس، دنوموړي وزارت مامورینو اوگڼ شمېر رسنیوگډون درلود.

په غونډه کې ویناوالو د اساسي قانون د ارزښت په اړه خبرې وکړې اودافغانستان اوسنی اساسي قانون یې دسیمې په کچه یو بې ساري اوبډایه قانون وباله او دهغه پوره رعایت یې دټولو افغانانو ملي دنده اومسولیت وګڼلو .داساسي قانون پرتطبیق دڅارنې دکمېسیون دعامه پوهاوي مسوول د خپلوخبروپه ترځ کې داساسي قانون دپلي کېدو په برخه کې دعامو خلکو په همکارۍ ټینگاروکړ اوهېوادوالوته یې دمخابراتي شبکو له لارې  داساسي قانون په اړه دعامه پوهاوي په برخه کې دمخابراتو وزارت له همکاریوڅخه مننه څرگنده کړه . په نوموړې غونډه کې برخه والوته داساسي قانون نسخې هم وویشل شوې .