دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت د مستهلکینو دحمایت ادارې ترمنځ د ګټه اخیستونکو د ملاتړ په اړه دکاري تجربو د شریکولو په موخه یوه ګډه ناسته وشوه .

۱۳ مرغومى ۱۳۹۱
د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د  مسولینو او د سوداګرۍ او صنایعو چارو  وزارت دمستهلکینو دحمایت ادارې  له استازو سره ګډه ناسته درلوده.  په نوموړې ناسته کې د اترا مسولینو لخوا ددې ادارې په لاسته راوړنو او په ځانګړي ډول د شکایتونو د اوریدو د سیستم په اړه پریزنټیشن وړاندې او د  مخابراتو په برخو کې د شکایاتونو د اوریدو څانګې  اود  هیواد په بیلابیلو سیمو کې د نوموړې  څانګې د فعالیتونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې شول او زیاته شوه چې د شکایاتو د اوریدو سیستم په فعالیدو د تیرو کالونو په پرتله سږکال  په مخابراتي سکتور کې د هیوادوالو دشکایتونو او ستونزو کچه خورا ټیټه شوې ده .

ددې ناستې او پریزینټیشن یوه موخه دا هم وه  چې د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت د مستهلکینو دحمایت اداره  په سوداګري برخه کې د مستهلکینو د حمایت  په موخه دا ترا ادارې د تجربو په نظر کې نیولو سره ورته  سیستم  په نوموړي وزارت  کې هم رامنځ ته کړي  ترڅو د سوداګري په برخه کې هیواد وال  په ټول هیواد کې د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره د نوموړې ادارې خدمتونو ته  په اسانه لاسرسی ولري.

په غونډه کې د اړوندو وزارتونو ادارو د مسولینو لخوا  د دواړو وزارتونو تر منځ  د ګډوو همکاریو او د خلکو د حمایت  په اړه  د تجاربو اهمیت  ته په پام  د دواړو وزارتونو ترمنځ د  ښو اړیکو اظهار وشو.