د مخابراتو د انکشافي صندوق په لګښت د هیواد لرې پرتو سیمو کې ۱۰۰۰ عامه تیلفون خوني جوړیږي

۴ مرغومى ۱۳۹۱

دداوطلبۍ په هغه غونډه کې  چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره  (اترا) کې  د مالیې ،عدلیې او اقتصاد وزارتونو او د افغان بیسم او افغان ټیلی کام  مخابراتي شرکتونو استازو په ګډون جوړه وه ،  افغان ټیلې کام  مخابراتي شرکت وکړای شول  چې د نوموړې پروسې  په لړ کې  د قرارداد وړونکی شي او (۱۰۰۰)  عامه تیلفون  خونې  د هیواد د ۳۴ ولایتونو په هغو سیمو کې چې مخابراتي خدمتونه نشته   جوړې او فعالې کړي.  دددې پروسې په سر ته رسولو سره به  دهیواد په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.