د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د ظرفیتونو د لوړتیا او ښې حکومتولۍ په موخه دموبایل د خدمتونو له لارې د نویو پروگرامونو شپږ پروژې لاسلیک شوې

۱۹ لیندۍ ۱۳۹۱

د مخابراتي  او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت  د معلوماتي  ټکنالوجۍ په برخه کې  د ظرفیتونو او  مهارتونو  د لوړتیا، د موبایل  تیلفون  او انترنیت  له لارې  دحکومت  او عامه خدمتونو د موثرې وړاندې کولو او  د معلوماتي ټکنالوجۍ  د پرمختگ  لپاره د هڅونې او نوښتونو د ترسره کولو په موخه  د څه د پاسه  ۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت  شپږ  قرار دادونه د  کورنیو او بهرنیو شرکتونو او تحصیلي موسسو سره  لاسلیک کړل. د نوموړو پروژو په هکله  دزیاتو معلوماتو لپاره www.mcit.gov.af ته مراجعه وکړئ.