د مخابراتي زیربناوو د پراختیا په لړ کې د نوري فایبر دپروژې نوي قراردادونه لاسلیک شول

۱۲ لیندۍ ۱۳۹۱

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د هغې  ستراتیژۍ له  مخې چې  غواړي  په هیواد  کې  د  مخابراتي خدمتونو  د  پراخې، اسانې ،  اقتصادي  او باکیفته  لاسرسي لپاره  د مارکیټ  د تنظیم  او رقابت  د لوړتیا  ترڅنګ د زیربناوو  د جوړولو  کچه لوړه شي، د نوري  فایبر  د مخابراتي شبکو د غزونې درې نوي قراردادونه د ZTN ،  GHI او  RHCC  شرکتونو سره  لاسلیک کړل.  د نوموړې پروژې   د بشپړیدو  سره به  د تخار ، بدخشان،  بامیان،  دایکندي او  غور ولایتونه  د نوري فایبر  له لارې  وصل شي . تر دې مهاله په   هیواد کې ۲۰  ولایتي مرکزونه   د  نوري فایبر  له شبکې سره وصل شوي دي.
د نوموړو پراختیايي پروژو په هکله د زیاتو معلوماتو لپاره  www.mcit.gov.af   ته مراجعه وکړئ.