له مخابراتي شرکتونو سره د انټرنیټي خدمتونو له لارې د غیراخلاقي سایټونو ته د عامه لاسرسي دمخنیوي په اړه غونډه وشوه

۸ لیندۍ ۱۳۹۱
د  اترا ادارې  مسولینو د مخابراتي شرکتونو له استازو سره  د انټرنیټي خدمتونو څخه  دګټورې استفادې د لوړتیا او غیراخلاقي سایټونو ته د عامه لاسرسي  دمخنیوي په اړه ناسته درلوده.

په دغه  ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د اترا ادارې مسولینو په کلکه د مخابراتي شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د 3G انټرنیټي خدمتونو له لارې غیر اخلاقي سایټونو  ته د عامه لاسرسي څخه جدي مخنیوی وکړي او په دې هکله یې دوی ته  د پارلمان د غړیو اندیښني هم په ګوته کړې  په غونډه کې ټینګار وشو چې په دې اړه شته نیمګړتیاوې  ژر تر ژر حل کړي. د غونډې  په پای کې د مخابراتي شرکتونو استازو اترا ادارې ته ډاډ ورکړ چې دوی به په ټول توان او د خپلو ټولو تخنیکو لارو چارو څخه  په کار اخستنې سره په دې اړه اقدام وکړي .