د۱۸۰۰ او ۱۹۰۰ میګاهرټس فریکونسۍ بنډونود اختلال د له منځه وړلو لپاره د سمون غونډه

   نېټه : ۱۳۹۱/۸/۲۸ 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) مسولینو  او د مخابراتي شرکتونو استازو ترمنځ د فریکونسۍ بنډونو د سمې او له اختلال پرته  کاروونې به موخه  د سمون غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې تاکید وشو چې  ټول مخابراتي شرکتونه  د نوموړو بڼدونو د کاروونې په صورت کې ټول مقرارت او تخنیکي معیارونه په پام کې ولري او د نورو شرکتونو ګاونډیو سایټونو سره د اختلال مخنیوی  وکړي. د اترا ادارې مسولینو سپارښتنې وکړې چې د ولسمشرد ۴۵  ګڼې فرمان سره سم باید مخابراتي شرکتونه هېواد والو ته باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه  وړاندې کړي تر څو شته ستونزې له منځه ولاړې شي. په غونډه کې د مخابراتي شرکتونو استازو د اترا ادارې ته د نوموړې ستونزې د ژر حل کولو په اړه ډاډ څرګند کړ.