دمخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړتیا په موخه غونډې وشوې

د ۱۳۹۱ کال د وږی د میاشتې ۲۹ نیټه

د اترا ادارې مسولینو د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو سره د مخابراتي خدمتونو د کیفیت  د لوړتیا په موخه غونډې وکړې دغوغونډو موخه په هیواد کې دمخابراتي خدمتونو د ښه کیدو په اړه د جلالتماب ولسمشر د ۴۵ ګڼې فرمان د عملي کیدو لپاره چې  په ۱۳۹۱/۵/۵نیټه صادر شوی و د هڅو او فعالیتونوپرمخ بیول و.
په نوموړو غونډو کې چې  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې مسولینو او د مخابراتي خدمتونو د شرکتونو استازو تر منځ  په نوموړې اداره کې  جوړې شوې وې،  د اترا  ادارې مسولینو زیاته کړه چې  د هیواد په  ځینو سیمو کې د وروستۍ سروې له مخې د مخابراتې خدمتونو د کیفیت کچه  ټیټه ده او نوموړو شرکتونو ته یې لارښوونې وکړې چې  تر بلې سروې چې دنوموړې ادارې لخوا به ترسره کیږي باید ټول مخابراتي شرکتونه د مخابراتي خدمتونو د کیفیت کچه لوړه کړي. که مخابراتي شرکتونه د خپلو مخابراتي خدمتونو د کیفیت د کچې په لوړتیا کې لازمې پرمختیاوې ونه کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي. د یادونې وړ ده چې  د مخابراتي خدمتونو په اړه د ۴۵ ګڼې فرمان د پلې کیدو لپاره ځانګړې هڅې  او فعالیتونه  ادامه لري.