د غور ولایت د مخابراتي خدمتونو د پوښښ او کیفیت د لوړتیا په اړه غونډه وشوه

د ۱۳۹۱ کال د وږی د میاشتې ۲۷ نیټه

د اترا ادارې  مسولینو ، د غور ولایت دمخابراتو ریس او د مخابراتي شرکتونو استازود غور ولایت د مخابراتي خدمتونو د پوښښ او کیفیت په اړه غونډه وکړه .په نوموړې غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا په  اداره کې جوړه شوې وه ،  په غور ولایت کې د مخابراتي خدمتونو د پوښښ او کیفیت، ستونزو او د نوموړي ولایت د خلکو د غوښتنو په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې. په غونډه کې د  اترا ادارې  لخوا  مخابراتي شرکتونوته  د مخابراتي خدمتونو د ښه والي په هکله لارښوونې وشوې او هدایت ورکړو شو چې ژر تر ژره نوموړې ستونزې  حل کړي تر څو په نوموړي ولایت کې خلک ښو مخابراتي خدمتونو ته په اسانه  لاسرسی ولري .