د مخابراتی شرکتونو له خوا د دوی دمخابراتی خدمتونو اړوند اعلانونو د ښه تنظیم په موخه غونډه جوړه شوه

۲۳ زمری ۱۳۹۱- په هغه غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجی وزارت د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداری (اټرا) د مسوولینو او مخابراتی شرکتونو د استازو په ګډون په نوموړې اداره کې جوړه شوی وه، د مخابراتی شرکتونو د خدمتونو اړوند اعلانونو ا ښه تنظیم په هکله خبری اتری وشوی. په نوموړی غونډه کې د اترا اداری له خوا د مخابراتی شرکتونو استازو ته څرګنده شوه چې کله نا کله لیدل کیږی په عامه ځایونو او واټونو کې او یا هم د رسنیو له لاری د ځینو شرکتونو اعلانونه او اشتهارونه ناسم، نا بشپړ او یا هم د دوی له خوا د هغو محتویات په بشپړه توګه نه عملی کیږی. په غونډه کې د اټرا اداری له خوا ټینګه لارښوونه وشوه چې د مخابراتی خدمتونو اړوند ټول اعلانونه او اشتهارونه باید د قانون او جواز مطابق او د هغوی محتویات روښانه وی په عمل کې پلی شی. په نوموړی غونډه کې د مخابراتی شرکتونو څخه و غوښتل شوه چی ناسم اعلانونه به نه خپروی. په دی اړوند د اټرا اداری له خوا مخابراتی شرکتونو ته وخت و ټاکل شو چې لازم ګامونه پورته کړی او په راتلونکی کې به د پورتنی لارښوونې د  نه رعایت په صورت کې د نوموړی اداری له خوا له سر غړوونکو سره به قانونی چلند وشی.