د جمرونو ناقانونه او له اجازې پرته کارونه به لدی وروسته بندیږی

۲۳/ زمری / ۱۳۹۱ – په هغه غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی وزارت د مخابراتی خدمتونو د تنظیم د ادارې (اټرا) د مسئولینو او د ملی دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، او د ملی امنیت د لوی ریاست د استازو په ګډون په نوموړی اداره کې جوړه شوي وه په هیواد کې د مخابراتی خدمتونو په کیفیت باندې د جمرونو د ناوړه تاثیراتو په هکله خبری وشوې او پریکړه و شوه چې د اټرا ادارې د نظارت ټیم به نور د جمرونو له کارولو څخه نظارت کوی او هغه څوک چې د قانونی جواز پرته جمرونه کاروی، د قانون له مخې دی جمرونه ضبط شی او د اجراآتو پر مهال دی د لوی څارنوالی ، ملی امنیت او پولیسو اړونده ادارو لخوا د اټرا ادارې د نظارت ټیم سره همکاري وشي.