دهیواد ۳۴ ولایتونو او ۱۸۵ ولسوالیو کې د ۲۲۰ مخابراتي ټاورونو د جوړولو د پروژې افرونه وارزیدل.

د مخابراتو په چارو کې د وزیرانو کمیټې د ۱۳۹۱/۲/۱۲نیټې د پریکړې په بنسټ او د اترا د ادارې د ۱۳۹۱کال  د کاري پلان سره سم ټولیزو مخابراتي خدمتونو ته  د هیواد د لرې پرتو سیمو د وګړیو لاسرسی په موخه د هیواد ۳۴ ولایتونو او ۱۸۵ ولسوالیو کې د ۲۲۰ د مخابراتو ټاورونو (BTS) د ټولیز لاسرسي د شپږمې پروژې ­­له مخې په  هغوی سیمو کې چې هیڅ مخابراتي خدمتونه پکې نشته او یا پکې په ډیره ټیټه کچه دي جوړیږي .د نوموړې پروژې د دواطلبي اعلان  د۲۱ /۱۳۹۱/۳کال نشر ته سپرل شوی و او د ۱۳۹۱/۵/۳ نیټه یې د افرونو ارزونه وشوه. د دواطلبۍ  په نوموړې پروژه کې د افغان ټیلیکام ،افغان بیسم او MTN مخابراتي شرکتونو ګډون کړی و چې د هغوی د افرونو د ارزونې  څخه وروسته له ۲۲۰ سایټونو څخه افغان ټیلیکم ۱۹۵ سایټونو، MTNد ۱۶ سایټونو او افغان بیسم د ۹ سایټونو د جوړولو ګټونکې اعلان شول.