د وایمکس د انټرنیټي خدمتونو د جواز د ورکړې پروسه روانه ده

۲۷ چنګاښ۱۳۹۱

- د مخابراتو په چارو کې د  وزیرانو کمیټې د ۱۳۹۱/۱/۲۹ نیټې د جلسې د پریکړې پر بنسټ  د وایمکس د انټرنیټي خدمتونود جواز د ورکړې پروسه پیل او د جوازونو د دواطلبۍ نیټه  د ۱۳۹۱/۴/۲۶کال د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده . تر نوموړې نیټې پورې پنځو انټرنیټي شرکتونو آریانا نیټ سرویس، ګلوبل انټورج، ندا ټلی کام، مولټی نیټ او ای او ګلوبل خپل غوښتنلیکونه او اړوند  تخنیکي او مالي اسناد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) ته سپارلي دي.د نوموړو غوښتنلیکونو او اسنادو د ارزونې پروسه  دمخابراتو او معلوماتي  ټکنالوجي ،مالیې ، اقتصاد ،تجارت او عدلیې وزارتونود صلاحیت لرونکو استازو په ګډون پیل شوېده  . یاده دې وي چې  د نوموړو انټرنیټي خدمتونو شرکتونو غوښتنلیکونه او مالي او تخنیکي اسنادو د ارزونې  پایلې به ورسته د همدې سایټ له لارې خپرې شي یاده دې وي  چې نوموړي شرکتونو له هغو موجودو ۴۳  انټرنیټي خدمتونو شرکتونو څخه دي چې په  هیواد کې همدا اوس عادي انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوي.