نوري فایبر ته د ازاد لاسرسی په اړه غونډه

۱۹ چنګاښ ۱۳۹۱ كال

- د افغان ټیلیکام او افغان بیسم مخابراتي شرکتونو او د مخابراتي خدمتونوتنظیم ادارې( اترا ) د بورډ غړیو اوپه اترا اداره کې د نړیوال بانګ سلاکار مارک لیپتون ترمنځ د Open Access Policy to Fiber ( فایبر شبکې ته ازاد لاسرسی) په اړه غونډه جوړه شوه. په نوموړې غونډه کې د اړوندې پالیسې د جوړولو او عملي کولو په هکله خبرې وشوې او نظرونه تبادله شول. نوموړې جلسه د هغې پروسې یوه برخه ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت او اترا ادارې لخوا د یوې مشورتي فعالیت په ترڅ کې دیوې کارنده پالیسۍ جوړول دي چې د هغې په مرسته مخابراتي شرکتونه د نوری فایبر شبکې څخه د خپلوخدمتونو دلا پرختیا لپاره په ښه توګه ګټه واخلي. د یادونې وړ ده چې د نوموړې مشورتي پروسې لړۍ روانه ده او اخري پایلې به یې وروسته د همدې ویب سایټ له لارې نشر شي .