د فریکونسی د جوازنامي د صادریدو پروسیجر

د فریکونسي  جوازنامې د صادریدو پروسیجر
د نشراتي راډیویي وسایلو( راډیو او تلویزیون)  غیرې نشراتي (ټاکي واکي،VHF,HF  او نور)  مایکرو ویف او دمخابراتي شرکتونو د اړتیا وړ فریکونسیو لپاره
 

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون او د راډیويې مقررې له مخې د مخابراتي بیسم وسایلو ټول کاروونکي چې د افغانستان اسلامي  جمهوري دولت په خاوره کې فعالیت کوي مکلف دي چې د خپلو راډیويي وسایلو د کارولو څخه مخکې د اړونده فریکونسۍ جوازلیک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت د مخابراتي خدمتونو دتنظیم ادارې(اترا) څخه تر لاسه کړي.

د فریکونسي جوازلیک د ترلاسه کولو پروسیجر:
۱- د مخابراتي وسایلو هر کارونکی لکه دولتي ادارې، د ملګرو ملتونودفترونه، په هیواد کې بهرني سفارتونه ، په مرکز او ولایتونوکې د بهرنیو هیوادونو قونسلګرۍ، داخلي او بهرنۍ نا دولتي موسسې چې د راډیويي وسایلو څخه کار اخلي خپل رسمي غوښتنلیکونه به د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته وړاندې کوي.
۲- نوموړی غوښتنلیک د اترا  ادارې د بورډ ریاست له حکم څخه وروسته  د جوازلیک د صادرولو د وروستیوو پړاونو د بشپړولو لپاره د فریکونسي طیف منجمنټ ریاست ته لیږل کیږي.
۳- د فریکونسي طیف د منجمنټ ریاست د احکامو او اسنادو له ترلاسه کولو وروسته د غوښتونکي دفتر استازي ته یوه فورمه  سپاري چې د رادیويي وسایلو ټولې تخنیکي ځانګړنې او د کاراخیستنې شرایط پکې لیکل کیږي . (فورمه)
۴- غوښتونکی دفتر باید نوموړې فورمه  په سمه توګه ډکه  او د خپل دفتر د مسولینو له لاسلیک او مهر څخه وروسته بیرته د اترا ادارې د فریکونسۍ طیف منجمنټ ریاست ته وسپاري.
۵-  د غوښتونکي لخوا د فورمې د بشپړې او سمې ډکولو په صورت کې د فریکونسي طیف منجمنټ ریاست  نوموړې فورمه د تخنیکي غور ، د فیسونو د محاسبې،ثبت او  د فریکونسي د ټاکلو لپاره د فریکونسي طیف منجمنټ امریت ته راجع کوي.
۶- د فریکونسي طیف منجمنټ امریت پورتني معالومات د یوه پشنهاد په ترڅ کې د فریکونسۍ د اختصاص  او د جوازلیک د صادرولو د منظورۍ لپاره د اترا ادارې د بورډ مقام او یا د ادارې د بورډ  د ریاست مقام ته وړاندې کوي.
۷- د نوموړي پشنهاد له منظوریدو وروسته د فریکونسي طیف منجمنټ امریت د مکلفیتونو د محاسبې جدول(میمو) جوړاو د فیسونو د تحویلولو لپاره یې د اترا ادارې مالي امریت ته لیږي.
۸- مالي امریت د اړوند بانک حسابونه ته د پیسو د سپارلو تعرفه غوښتونکي ته ورکوي او د پیسو د تحویلولو د سند (د بانک اویز) د تر لاسه کولو وروسته په پورتنۍ میمو کې
    د پیسو د تحویلولو تصدیق کوي او د هغه یوه کاپی د فریکونسي طیف منجمنټ ته استوي.
۹- دفریکونسي طیف منجمنټ ریاست د پورتني تصدیق د تر لاسه کولو نه وروسته دفریکونسۍ جوازلیک چې  د یو کال اعتبار لري غوښتونکي ته سپاري. غوښتونکی مکلف دی چې د  نوموړې اعتبار مودې د بشپړتیا څخه د مخه د جواز لیک د نوي کولو لپاره اترا ادارې ته مراجعه وکړي ترڅو  د نوموړې مودې د تیریدو په صورت کې  د فریکونسي د بې اجازې ګټې اخیستنې له کبله د قانوني مجازاتو وړ ونه ګرځي.
 

د غوښتونکو د معرفي کیدو لارې

۱- د ملګرو ملتونو د دفتر نمایندګۍ، سفارتونه او بهرنۍ قونسلګرۍ چې به هیواد کې  له ډیپلومتیک امتیاز او خوندیتوب څخه برخمن دي دخپلو راډیويي وسایلو د کارولو لپاره د فریکونسي د جوازلیک د ترلاسه کولو غوښتنلیک دې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت له لارې دافغانستان  د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته وسپاري.
۲-امینتي او اړونده مشورتي کمپنۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت له لارې د فریکونسي د جوازلیک د ترلاسه کولولپاره معرفي کیږي.
۳- کورنۍ ، بهرنۍ او نادولتي موسسې  د افغانستان اسلامي  جمهوري دولت د اقتصاد وزارت له خوا د فریکونسي د جوازلیک د ترلاسه کولولپاره  د اترا ادارې ته معرفي کیږي
۴- په مرکز او ولایتونو کې  تلویزیوني شبکې او  د اف ام راډیو سټیشنونه دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوند د ملي راډيو تلویزیون د خپرونو د خپلواک کمیسون له لارې د اترا ادارې  معرفي کیږي.
۵- په هیواد کې  د مخابراتي خدمتونو وړاندې کونکي شرکتونه د جوازلیک د ترلاسه کولو لپاره خپل رسمي غوښتنلیکونه د اترا ادارې ته سپاري.
۶- د معدنونو د استخراج کمپنۍ کولای شي د اړتیا وړ فریکونسۍ جوازلیک د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیک  په رسمي ډول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د معدنوو د وزارت له لارې داترا ادارې ته وسپاري.
۷- نورې رسمې موسسې چې پورته ترې یادونه نه ده شوې کولای شي خپل غوښتلیکونه د اړوندو وزارتونو یا دولتي ادارو له لارې د اترا ادارې ته وسپاري.
۸- وزارتونه او دولتي ادارې د اړتیا وړ فریکونسۍ جوازلیک  د ترلاسه کولو لپاره په رسمي ډول خپل غوښتنلیکونه د اترا ادارې  ته وسپاري.
۹- نور حقوقي اشخاص کولای شي د  فریکونسي جوازلیک لپاره  اترا ادارې ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې او د ادارې د اړوندې پالیسې  او لازم پروسیجر سره سم عمل وکړي.