تیرو ته کتنه

تیرو ته کتنه

دمخابراتي خدمتونود تنظیم ادارې تاریخچه:

 پخوا زموږ په هېواد کې مخابراتي خدمتونه دژوند دنورو برخوغوندې په ۲۰۰۲کال کې دبُن دهوکړې تر لاسلیک پورې د دولت تر انحصار لاندې وو.هغه مهال دمخابراتي خدمتونووړاندې کول یوازې د دولت پر غاړه وو خو دولت د کافي بودیجې د نه درلودلو له امله په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د ودې په برخه کې هېڅ اغېزمن ګام پورته نه کړای شو .د څو پایې کبلي الکترومیخانیکي سیسټم واله دستګاوو پرته، هغه هم په یو شمېر محدودو ولایتونو کې، د افغانستان په نورو ولایتونو او سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو شونتیا نه وه.  خلک د اړیکو د ټینګولو له اړخه له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.هغه دستګاوې چې ترې نه یادونه وشوه د دوو لسیزوڅخه اوږدې جګړې له کبله ویجاړې او له منځه ولاړې د ۲۰۰۲ زېږدیز کال څخه مخکې په مخابراتي خدمتونو پورې د اړوندو چارو څارنه او تنظیم د مخابراتو وزارت پر غاړه وو.لکه چې یادونه وشوه تر ۲۰۰۲ کاله پورې نه یوازې دا چې په مخابراتي سکټور کې هېڅ ډول پر مختګ شتون نه درلود ،بلکې کېبلي سیسټمونه چې په یو شمېر ولایتونوکې یې په ډېره لږه وړتیا شتون درلود هغه هم د جګړو په ترڅ کې له منځه ولاړل د بُن تر هوکړې پورې 0,05 سلنه خلکو  په شاوخوا کې هغه هم د افغانستان په ۶یا۷ ولایتونو کې له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخیسته.
په ۲۰۰۱ عیسوي کال کې د لنډ مهالې ادارې درامنځته کېدو او د دولت له خوا په هماغه پړاو کې دټولنیزې کړنلارې تر ټاکلو او ټاکلي اقتصادي تګلوري تر غوراوي وروسته د مخابراتو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې دکورنۍ او بهرنۍ پانګونې د ودې لپاره اړین قانوني چاپېریال رامنځته کړي.
دمخابراتو وزارت په ورسپارل شوي واک باندې پرتکیې کولو سره هڅې وکړې او د مخابراتي خصوصي سکټور او پېرودونکو د ډاډ د حاصلولو لپاره یې داسې لازم قانوني او اجراْیوي شرایط رامنځته کړل تر څو هغوی باوري شي چې د دولت په چوکاټ کې بې پرې خپلواک بنسټ رامنځته کړي تر څو د مخابراتي مارکېټ د سمون او څارنې چارې په رڼه او بې توپیره توګه ترسره او په هېواد کې د مخابراتي جوازونو د ورکړې اود مخابراتي خدمتونو د منطقي پراختیا او ودې لپاره ځانګړي شرایط او رژیم وضع کړي.
د پورته یادو شوو موخو د لاسته راوړلو لپاره لومړی د مخابراتو وزارت په ۱۳۸۳کال کې یو کوچنی مقرراتي یونټ د مخابراتي مقرراتي بورډ  ریاست (TRB) په نامه له یو محدودتشکیل سره دجوازونو دورکړې او مخابراتي خدمتونو د آپرېټرانو یا وړاندې کوونکو د کړنو د څارنې لپاره رامنځته کړ.
د مقرراتي بورډ مسؤلیتونه او واکونه د قانون د نشتون له امله محدود وو نوځکه د مخابراتو وزارت د آپرېټرانو د فعالیتونو د سمون،څارنې اودمخابروي نظم په منظور په هېواد کې دمخابرتود وزارت د لوړو موخو د ټینګښت ،دمخابراتو او انټرنېټ په عمومي تګلاروکې د لرلید  شویو موخو د لاسته راوړلو لپاره په هڅه کې شو ترڅو دمخابراتي خدمتونو دتنظیم قانون رامنځته کړي.له نېکه مرغه د دې قانون مسوده د مخابراتي خدمتونودتنظیم د ادارې لخوا د بهرنیوکارپوهانو په مرسته په ۲۰۰۳کال کې ترتیب له تکمیلولواو د قانونګذارۍ د پړاونو تر وهلو وروسته د ۱۳۸۴کال د تلې په (۲۷)نېټه د افغانستان د جمهور رئیس لخوا توشېح او نافذشو.

نورې اړونده موضوع ګانې: