په بلخ ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه بیا پیل شول.

۹ زمری ۱۳۹۸

د ځینو ستونزو له امله  له څو ورځو را په دیخوا په بلخ ولایت کې مخابراتي خدمتونه په ټپه ولاړ وو، چې له نیکمرغه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او اړوندو ارګانونو د هڅو په پایله کې نن چهارشنبې چې د روان کال د اسد میاشتې له ۹ نیټې سره سمون لري بیرته فعال او خپل خدمتونو یې پیل کړل.

موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د د فتر ریاست له مقام ، د چارو ادارې او امنیت شورا له همکاریو څخه مننه کوو چې په دې برخه کې یې د اړینو سپارښتنو په صادرولو  له اترا ادارې سره مرسته کړې ده.