په بازار کې له ثبت او راجستر پرته په فعال ډول د سیمکارتونو پلورل منع دي

په هغه غونډه کې چې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن په موخه د اترا ادارې، مخابراتي شرکتونو او له قانون څخه د ساتنې ادارو ترمنځ جوړه شوې وه  د اترا ادارې د نظارت او کنټرول رئیس ښاغلي سید حارس میر وویل  له ثبت او راجستریشن پرته په فعال ډول په بازار کې دسیمکارتونو پلورل چې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن د ګړنلارې سره په ټکر کې وي منع دي. ښاغلي میر زیاته کړه  له قانون څخه د ساتنې ادارې د دا ډول کړنو سره  د مخ کیدو په صورت کې کولای شي چې له سرغړونکو سره د نورو جرمي کړنو په څېر قانوني چلند وکړي او سرغړونکي د قانونو منګلو ته وسپاري.

په دغه غونډه کې ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونو او اړونده خواوې دې دهغه  مکلفیت پر بنسټ چې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن په کړنلاره کې ورکړل شوی دی خپلې کړنې سرته ورسوي .

د یادولو وړ ده چې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن په کړنلاره کې د اړوندو خواوو دندې او  مکلفیتونه ذکر شوي دي، چې اترا ادارې له قانون څخه د ساتنې ادارو په مرسته  په دوامداره توګه د هغې له تطبیق څارنه کړې ده او له کړنلارې څخه د هر ډول سرغړونې د لیدو په صورت کې  له سرغړونکو سره قانوني چلند شوی دی.