د کابل پوهنتون د نارینه محصلینو د شپې غالي(لیلیې) کمپیوټرلب مرکز او له نوري فایبر سره د کابل طبي پوهنتون د نښلونې پروژې د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د TDF بودجي په مالي مرسته بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۲۳/ ۶ / ۱۳۹۸

په هغه غونډه کې چې د کابل پوهنتون د نارینه محصلینو شپې غالي لپاره د کمپیوټر مرکز او له نوري فایبر سره د کابل طبي پوهنتون د نښلونې پروژو د بشپړیدو اوګټې اخیستنې ته د چمتو کیدو په موخه په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ښاغلي احمد سیر مهجور، د کابل مرکزي او طبي علومو پوهنتونو رئیسانو او لوړو زده کړو وزارت د آي ټي رئیس هم ګډون کړی وو.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي په نوموړې غونډه کې وویل چې اترا اداره له ۲۵ نورو وزارتونو او ادارو سره هم د ټولیزې لاسرسۍ پروژې تر لاس لاندې لري، چې د عامې روغتیا، لوړو زده کړو او معارف وزارتونه په کې زیاته ونډه لري.نوموړي زیاته کړه چې په روان کال کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند ۲۷ پروژو د تمویل لپاره ۳۸۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د کابل پوهنتون د نارینه محصلینو شپې غالي لپاره د کمپیوټرمرکز او له نوري فایبر سره د کابل طبي پوهنتون د نښلونې پروژې هم په دې کې شاملې دي، چې نن بشپړې او ګټې اخیستنې چمتو شوې .ښاغلي هاشمي وویل اترا اداره د لوړو زده کړو وزارت سره د انټرنټي مرکزونو د تمویل او تجهیز په برخه کې هر راز همکارۍ او په ټول هیواد کې د پوهنتونونو زده کړیالانو کې د یو شان انټرنیټي اسانتیاوو د چمتوکولو لپاره ژمنه ده.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر احمد سیر مهجور د دا ډول پروژو د تمویل او د هیواد د تحصیلي نظام څخه د ملاتړ په برخه کې د اترا ادارې له مرستو او همکاریو مننه وکړه ویې ویل د کابل پوهنتون د نارینه محصلینو شپې غالي لپاره د کمپیوټر مرکز جوړول ځانکړی اهمیت لري او په دې سره به د زده کړیالانو لپاره د څیړنو او علمي کچې لوړیدو آسانتیاوې رامنځ ته شي. ښاغلي مهجور ددغه مرکزونو له مسئولینو غوښتنه وکړه چې د اترا ادرې له لوري د جوړ شویو مرکزونو څخه د پوره ګټې اخیستنې ترڅنګ د تجهیزاتو ساتنې ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د یادو مرکزونو د جوړولو په برخه کې د اترا ادارې له مرستو د مننې ترڅنګ د داډول مرکزونو جوړول د زده کړیالانو د مسلکي او تخصصي ظرفیتونو د ارتقا لپاره یو مثبت ګام وباله او له اترا ادارې یې غوښتنه وکړه چې ددې ډول پروژو د تمویل لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د آی ټي رئیسې آغلې پوهنمل شکریې جمال د اترا ادارې له خوا تمویل کیدونکو پروژوته په اشارې سره وویل چې په روان کال کې د معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې ۲۷ پروژې، په دریو کټګوریو کې چې( انټرنیټ چمتو کول، شبکه جوړونه او لابراتوار مرکزونو جوړول) په کې شامل دي د اترا ادارې په مرسته د هیواد په پوهنتونونو کې تر لاس لاندې لري.

دیادولو وړ ده چې د کابل پوهنتون د نارینه محصلینو د شپه غالي کمپیوټر مرکز د دولس میلیونو افغانیو او د کابل طبي علومو پوهنتون(ابوعلي ابن سینا) اړوند ودانیو ترمنځ د نوري فایبرشبکې کیبل غځول د دوه میلیونه او آته سوه زره افغانیو په لګښت د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د ټولیزې لاسرسۍ بودجی(TDF) لخوا تمویل او جوړ شوي دي.