د مخابراتي خدمتونو د ګډونوالو شکایتونو ته د رسیدلو او د وروستیو کړنو او فعالیتونو په هکله د اترا ادارې خبري کنفرانس

۱ / ۱۲/ ۱۳۹۷ په هغه خبرې کنفرانس کې چې په همدې موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د اترا ادارې عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر محمدنجیب عزیزي، مرستیالانو، د بورد غړو د اترا ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په هکله خپل مالومات له رسنیو سره شریک کړل.

ښاغلي عزیزي چې په دې کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل:« د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره  دیوې دولتي مقرراتي ادارې په توګه د افغانستان د خلکو لپاره په مخابراتي سکتور کې داسې شرایط را منځ ته کوي  چې د هیواد  عامه او خصوصي بنسټونه، او د ټولنې خلک په به راتلونکي کې د خوندي، پرمختللي او جامع  ډیجیټل اقتصاد په لور د موثرو زیربناوو او خدمتونو په مټ سره و نښلول شي.» هغه زیاته کړه چې   اترا ادارې داسې  پنځه کلنه کړنلاره او مهال ویش برابر کړی دی، چې په پلي کیدو سره به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې د مخابراتي خدمتونو له خدماتو د شکایتونو او ستونزو کچه ډیره ټیټه شي.

د ښاغلي عزیزي د وینا له مخې  د اترا ادارې ددې ګړنلارې  په پلي کیدو سره به لاندې آسانتیاوې رامنځ ته شي: له منځنیو او کوچنیو شرکتونو ملاتړ اوهغې ته ځانګړې پاملرنه،  تر راتلونکو دوه کلونو پورې د مخابراتي او  انټرنټي خدمتونو د کیفیت لوړول  او تر نیمایي د قیمتونو را ټیټول،  د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو ترمنځ د رقابتي چاپیریال رامنځ ته کول، په ملي او نړیواله کچه د نوري فایبر له ملي پروژې او ځمکني اتصال څخه پوره ملاتړ، مارکیټ ته د 4G او پنځم نسل خدمتونو وړاندې کول،  ۹۵ فیصدو ته د ګرځنده خدمتونو د نفوذ پورته کیدل، حد اقل ۱۵ میلیونو ته د انټرنټي خدمتونو د ګډونوالو پورته کیدل، د مخابراتي سکتور له لارې یو میلیارد ډالرو ته د دولتي عوایدو د کچې لوړیدل او په مخابراتي سکتور کې له پنځوسو زرو څخه ډیرو کسانو ته د کاري فرصتونو رامنځ ته کول شامل دي.

د اترا ادارې رئیس زیاته کړه؛ اداره په پلان کې لري چې تر راتلونکو دوه کلونو پورې  لږ تر لږه ۵۰۰ مکتبونه او ۸۰ سلنه ولسوالۍ له انټرنټ سره ونښلوي. ښونځیو او پوهنتونونو ته د نوري فایبر له لارې د ICT Lab او  انټرنیټ بانډویټ برابرول، د نوري فایبر له لارې په روغتونونو کې له لیرې واټن د روغتیایي آسانتیاوو د مرکزونو جوړول، اړوندو عامه ادارو، بې وزله خلکو  او د نابینایانو ښوونځي ته د نورې فایبر له لارې د بانډویټ برابرول، پر نوې ټکنالوجۍ ولاړو مخابراتي خدمتونو او په سکتور کې د پانګونې د جلبولو لپاره د مقرراتي چاپیریال پیاوړي کول او د ادارې تجهیز او معیاري کول هغه چارې دي چې ددې ادارې په پلان کې شاملي او تر کار لاندې دي.

ډاکټر عزیزي د انټرنټ په مجازي نړۍ کې له مخابراتي خدمتونو د شکایتونو د کمپاین په اړه وویل چې په ټوله کې د مخابراتي خدمتونو پیرودونکي  د خدمتونو له کیفیت، د کردیت له لګښت، له انټرنټي کڅوړو دظرفیت او د ام بي له خلاصیدو سره سم د اضافي لګښتونو په هکله  شکایتونه لري. ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې اترا ادارې د شکایتونو له اوریدو سره سم د تېرو کړنو په دوام  ځیني نورې کړنې هم تر لاس لاندې ونیولې؛ له دې وروسته هیڅ مخابراتي شرکت د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو له شرایطو سرغړونه نشي کولی او د سرغړونې په صورت کې به په هغوی زیاتې جریمې وضع شي. د ستونزو د حل په موخه له دې وروسته هیڅ کوم شرکت  د پیرودونکي له اجازې پرته یوه بسته هم نه شي فعال کولای، د کڅورې د فعالولو او غیر فعالولو کود او کړنلاره به یو ځای پیرودونکي ته د پیغام له لارې استول کیږي، د اترا ادارې د پیرودونکو څانګې ته اړیکه نیول وړیا او د مخابراتي شرکتونو  د پیرودونکو څانګو سره د اړیکو نیول په یوه اونۍ کې له درې ځلې وړیا اړیکو څخه اووه ځلي ته لوړ شوي او د اووه ځلي اړیکو د پای ته رسیدو په صورت کې به پیرودونکی په هره اړیکه یوه افغانۍ لګښت ورکوي. له دې وروسته هیڅ یو مخابراتي شرکت حق نلري چې د ام بي د صفر کیدو په صورت کې پیرودونکي له عادي پیسو لګښت وګرځوي. د اضافي ارزښت لرونکو خدمتونو(VAS)  د مالي او بانکي، بیړنیو او دمخابراتي شرکتونو د اساسي خدمتونو پرته نور ټول اوسني ډولونه بند او د پیرودونکو له نویو غوښتنو او ګډون پر بنسټ د هغوی ته و ړاندې.

ښاغلي عزیزي د کنفرانس په ورستیو کې امنیتي ستونزې، د سیمکارتونو ثبت او راجشتریشن او د برق نشتوالی ددې ادارې د برنامو د پلي کیدو او د کړنو د سرته رسولو په لار کې مهم  خنډونه او د برنامو د نه  تطبیق او ورسته والي لاملونه په ګوته کړل.

د یادولو وړه ده چې اترا اداره دیوې خپلواکه ادارې په توګه په مخابراتي سکتور کې د یوې مقرراتي (Regulatory) ادارې په توګه فعالیت کوي. دغه اداره هغه مخابراتي شرکتونو ته چې خلکوته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي د فعالیت جوازونه ورکوي او عامه خدمتونو ته د ټولیز لاسرسي د معیارونوکنټرول د تخنیکي سرچینو لکه؛ فریکونسۍ ټاکلو، تخصیص او مدیریت د جواز له شرایطو او مقراراتو سره سم تنظیموي.