د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون کې د اترا ادارې د تخنیکي مرستیال ګډ‌ون

۱۳۹۸/۷/۳۰

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون له غوښتنې سره سم ددغه کمېسیون په نننۍ غونډه کې ګډون وکړ او د دغه کمیسون د محترمو غړو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

د مخابراتي شرکتونو سرغړونې او د نا ثبت شویو سیم کارتونو پلورل هغه پوښتنې وې چې د یاد کمېسیون د غړو لخوا مطرح  او د اترا ادارې د تخنیکي مرستیال لخوا ورته په بشپړه توګه ځوابونه ورکړل شول . ښاغلي سیلاب  د مخابراتي خدمتونو د تنظیم له قانون سره سم  د اترا ادارې د کړنو او اجرااتو په اړه  د دغه کمیسیون غړو ته  مالومات وړاندې کړل.