په اترا اداره کې د مخابراتي خدمتونو پیرودونکو شکایتونو ته د رسیدو پروسه آنلاین کیږي

۱۴ اسد ۱۳۹۸

په هغه غونډه کې چې د اترا ادارې د شکایتونو د اوریدو څانګې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ جوړه شوې وه؛ په آنلاین بڼه د مخابراتي خدمتونو پیرودونکو شکایتونو د ثبت او هغې ته د رسیدو په میکانیزم هر اړخیزې خبرې وشوې او په دې برخه کې د حقوق او جواز چارو  ریاست لخوا  رامنځ ته شوی سیستم د شرکتونو استازو ته تشریح او وړاندې شو.

د اترا ادارې د شکایتونو اوریدو څانګې مسوول ښاغلي ناظرحسین ریحاني د مخابراتي خدمتونو پیرودونکو شکایتونو د ثبت او هغې ته د رسیدو  آنلاین سیستم رامنځ ته کیدو موخه د ستونزو د حل په برخه کې د آسانتیاوو رامنځ ته کیدل او ددې پروسې چټکتیا و بلله. نوموړي زیاته کړه د اترا ادارې له لارې د مخابراتي خدمتونو پیرودونکو شکایتونو ته د رسیدو میکانیزم داسې جوړ شوی دی چې په کم ترین وخت کې د پیرودونکو شکایتونه په آنلاین بڼه اړوندو شرکتونو ته محول او د شرکتونو لخوا تر بررسي او پلټنو وروسته هغې ته رسیدګي کیږي او مالومات یې د رامنځ ته شوي سیستم له لارې په آنلاین توګه د اترا ادارې په واک کې ورکول کیږي.

په ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو څخه وغوښتل شول چې د اترا ادارې له لارې درج  شویو شکایتونو ته د پر وخت رسیدو او د مخابراتي پیرودونکو د ستونزو د حل لپاره جدي همکاري وکړي.

د مشتریانو د شکایتونو فورم