په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر، ښاغلي پيري مایدون، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له رهبرۍ، عمر منصور انصاري، څخه خدای پاماني واخیسته

په دې لیدنه کې ښاغلي مایدون، چې په افغانستان کې يې د ماموريت موده پای ته رسیدلې، د خپل ماموریت او لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړل او یادونه یې وکړه چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د سیاسي ټیکاو تر څنګ د بریښنايي حکومتولۍ او ټلیکام د ودې لپاره هم مرستو او همکارۍ ته لېواله ده.

په دې ناسته کې د اترا رهبرۍ هم د ټلیکام په برخه کې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو او تر کار لاندې پروګرامونو باندې رڼا واچوله او په دې برخه کې یې د اروپايي ټولنې همکاري اړینه وبلله.

په پای کې د اترا رهبرۍ لخوا ښاغلي پيري مایدون ته د افغانستان دودیز سوغات افغاني غالۍ د مخه ښې په پار ډالۍ شوه.