د ښځو چارو وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ د لابراتوار او سرور روم پروژې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

۲۰/ ۴ / ۱۳۹۸

د اترا ادارې د مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي او ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظري لخوا په ښځو چارو وزارت کې د معلوماتي تکنالوژۍ لابراتوار(IT Lab) او سرور روم پروژې، چې د اترا ادارې د ټولیز لاسرسي بودجې په مالي لګښت بشپړې شوې وې، ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ښځو چارو وزیرې آغلې دلبر نظري چې ددې پروژو د پرانیستې په مراسمو کې یې خبرې کولې دغه پروژې یې په اوسني وخت کې د ښځو چارو وزارت لپاره مهمې او بنسټيزې پروژې وبللې او د اترا ادارې له همکارۍ  یې مننه څرګنده کړه. آغلې نظري زیاته کړه د اترا ادارې په مالي مرسته او همکارۍ اوسمهال د ښځو چارو وزارت ټولو کار کوونکو د معلوماتي تکنالوژۍ آسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل ؛ اترا داره په دې ویاړي چې د نورو برنامو تر څنګ د هیواد د ښځو چارو وزارت په معلوماتي تکنالوژۍ سمبالولو په لور یو بل ګام  اوچتوي. ښاغلي هاشمي زیاته کړه  چې اترا اداره  د هیواد په  ۲۴ وزارتونو او ادارو کې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ پروژې پلي کوي، چې د ښځو چارو وزارت هم په دې ډله کې شامل دی. نوموړي وویل اترا اداره په ښځو چارو وزارت کې پنځه پروژې پلې کوي ، چې دوه یې همدا اوس ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. او پاتې نور به  هم د ښځو چارو وزارت په هلو ځلو ژر بشپړې شي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې آغلې نبیله مصلح هم د ښځو چارو  وزارت د ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره  د دغه پروژ  په لار اچول مهم او اړین وبلل. ویې ویل چې له دې مخکې  دښځو چارو  وزارت له دې اړخه د ډیرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ وو، چې د اترا  ادارې په مالي مرسته د یادو پروژو  په تطبیق او بشپړیدو سره ډیری ستونزې حل او فصل شوې دي .

د یادولو وړ ده چې د ښځو چارو وزارت د پنځو پروژو د پلي کیدو او تکمیل لپاره د اترا ادارې د ټولیز لاسرسي (TDF) بودجې څخه شل میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې  پورته ذکر شوې دوه پروژې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې .