د نوري فایبر جواز لرونکو شرکتونو سره د نورې فایبر د پراختیا په هکله ناسته وشوه

۱۲ / ۴ / ۱۳۹۸

په هغه غونډ کې چې د نورې فایبر د پراختیا او له کاسا دیجتال پروژې څخه د ګټه اخیستنې د څرنګوالې په هکله جوړه شوې وه؛ د اترا ادارې مشرتابه، د کاسا دیجتال پروژې رئیس ښاغلي فواد نورزي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ د پلان او پالیسي رئیس او د نوري فایبر جواز لرونکو شرکتونو ګډون کړی وو.

د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب د نورې فایبر جواز لرونکو شرکتونو څخه وغوښتل چې د نورې فایبر پرمختیایي پروژو د پراختیا لپاره د ګډو هڅو او ښې همکارۍ  ترڅنګ په  جواز کې د  درج شرایطو سره سم خپلو پلانونو او برنامو ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې شرکتونه باید د ورکړل شوي پلان له مخې د نورې فایبر د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

په دې جلسه کې وویل شول؛ هغه شرکتونه چې د پلان له مخې ټاکلي مسیر لري کولای شي چې له هغې سره سم خپلې چارې مخکې یوسې او هغه شرکتونه چې دپلان له مخې ټاکلي مسیر نلري کولی شي د کاسا دیجیتال پروژې څخه ګټه واخلي.