روان کال د ۵۰ تخنیکي او مسلکي انستیتیوتونو لپاره د معلوماتي تکنالوجۍ په وسایلو سمبال (IT Lab) جوړیږي

۱۳۹۸ د لړم ۵

په هغه غونډه کې چې د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ جوړه شوې وه، د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیالانو ګډون کړی وو، د اترا ادارې له لوري د هیواد دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لپاره د ځانګړې شوې بودجې د لګولو څرنګوالي په هکله بحث او خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال ښاغلي حمید اکبر او د  همدې ادارې  مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد ادریس اعظم  د اترا ادارې له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ۵۰ میلیونه افغانیو مرسته شویو پیسو لګولو د جریان په هکله مالومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې له مرسته شویو پیسو به په ټول هیواد کې د ۵۰ انستیتیونو لپاره د معلوماتي تکنالوجۍ  په وسایلو سمبال آی ټي لبونه  جوړ شي. ددوی په خبره د یادو توکو د پیرلو  او چمتو کولو بولۍ اعلان ته سپارل شوې ده.

ورپسې د اترا ادارې دمالي او ادارې چارو مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي د هیواد له اکادیمکو او علمي ادارو ، په ځانګړې توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره  د اترا ادارې له همکاریو د خوښۍ څرګندلو ترڅنګ  وویل اترا اداره ویاړي، چې د معلوماتي تکنالوجۍ وسایلو د ترویج په برخه کې  له بېلابېلو علمي ، اکاډمیکو  او  روغتیایي ادارو سره  مرسته کوي او هغو ته یاد وسایل چمتو کوي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې اترا ادارې راتلونکی (۱۳۹۹) کال د تخینکي او مسلکي زده کړو ادارې لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانکړې کړې دي ،چې یادې پیسې به له نوري فایبر سره د انستیتیونو نښلونې او هغې ته د انټرنټ او معلوماتي تکنالوجۍ وسایلو چمتو کولو په برخه کې ولګول شي.

د یادولو وړ ده چې اترا ادارې په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د معلوماتي تکنالوجۍ پروژو  پلي کولو په موخه د دغه ادارې د ټولیزې لاسرسۍ بو دجې څخه په ټولیز ډول ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، چې ۵۰ میلیونه به یې په  ۱۳۹۸ او ۱۰۰ میلیونه نورې به په ۱۳۹۹ کال کې ددې ادارې په واک کې ورکړل شي.