په مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ کې د نجونو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل- چهارشنبه د ۱۳۹۸ د غوايي ۴  د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) لخوا په مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ کې د نجونو نړیواله ورځ (International Girls In ICT Day)  د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دغه نمانځ غونډه کې دولتي چارواکو او دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ سکتور او پوهنې زیاتو نجونو ګډون کړی وو.

د اترا ادارې عمومي رئیس ښاغلي ډاکټرمحمد نجیب عزیزي د محفل ګډونوالو ته د دغه ورځې دمبارکۍ او ښه راغلاست ترڅنګ د هیواد د ښځو او نجونو  د ظرفیت لوړولو او امکاناتو په چمتو کولو کې د اترا ادارې د کړنو په هکله مالومات وړاندې کړل. ښاغلي عزیزي وویل چې اترا اداره د خپلو کاري دندو ترڅنګ تل هڅه کړی، چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ د ودې او خدمتونو په برخه کې دهیواد نجونې او معلولین وهڅوي  او په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

د اترا ادارې عمومي رئیس زیاته کړه چې اترا ادارې د نجونو د نړیوالې ورځ د را رسیدو په مناسبت د ملکه ثریا د نجونو په لیسه کې د کمپیوټر لابراتوار جوړ او د نابینایانو په مسلکي لیسه کې یې له ۵ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې نابینا نجونو ته ځیرک موبایلونه وویشل. نوموړي وویل اترا اداره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې دښځو او نجونو د تشویق په موخه د کابل ولایت د شهر آرا بڼ او د ښځو چارو وزرات کې په معلوماتي تکنالوجۍ سمبال مجهز مرکزونه جوړوي چې د جوړیدو چارې یې روانې دي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه « تیر کال اترا ادارې پنځه کلنه کړنلاره جوړه او د پلي کیدو چارې یې په چټکۍ روانې دي. له نوري فایبر سره د هیواد د ښونیزو، فرهنګي او عامه خدمتونو د مرکزونو نښلول د اترا ادارې له لومړيتوبونو څخه دي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به دمخابراتي شرکتونو له لوري د هیواد په ټولو ولایتونو کې د دریم او څلورم نسل خدمتونه هیوادوالو ته وړاندې شي.ددې کړنلارې پر بنسټ د هیواد ټول دولتي پوهنتونونه په چټک انټرنیټ سمبال شوي، ۳۰۰ ولسوالۍ به له انټرنیټ سره وصل او په ټول هیواد کې به له ۵۰۰۰ څخه ډیرې لیسې په انټرنټ او کمپیوټري تجهیزاتو سمبال شي. ددې پنځه کلنې ګړنلارې له مخې به تر ۲۰۲۳ کال پورې په ښارونو، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې د هیواد د نفوس ۸۰ سلنه وګړي عملاً له انټرنټي آسانتیاو برخمن شي. چې  په همدې موخه به روان کال د هیواد ۵۰ جوماتونه او مدرسې په ازمایښتي توګه له انټرنټ سره و نښلول شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلی شهزادګل آریوبي په خپلو خبرو کې ددې ورځې د نمانځلو په برخه کې د اترا ادارې له هلوځلو مننه وکړه او په مخابراتي سکتور کې یې د ښځو په ونډه ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې نن ښځې دهیواد په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې د رهبرۍ تر کچې کار کوي چې له ځانه یې ښې وړتیاوې ښودلې دي. نوموړي د بېلګې په توګه د افغانستان د روباتیکو نجونو څخه یادونه وکړه چې په نړیواله کچه یې خپل نوښتونه وښودل. ښاغلي آریوبي وویل چې هرکال د نړۍ په ۱۷۱ هیوادونو کې دغه ورځ نمانځل کیږي او موخه یې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په سکتور کې په نړیواله کچه د ښځینه قشر جلب او تشویق ګڼل کیږي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې آغلې نبیله مصلح هم د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې د ښځو  او نجونو  په رول ټینګار وکړ او د هیواد له ښځو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې آغلې شینکۍ کړوخیل هم په خپل وار سره خبرې وکړې او په دغه برخه کې یې د ښځو او نجونو په رول خبرې وکړې او هغوی یې وهڅولې چې په دې برخه کې خپلې هڅې له په خوا چټکې او خپلو  وړتیاوو ته وده ورکړې.

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس پوهندوی سید اصغرحیدري هم په نني عصر کې د معلوماتي تکنالوجۍ د اهمیت په هکله خبرې وکړې او په افغانستان کې یې ددې سکتور د ودې او بډاینې لپاره په علمي، صنعتي او عملي برخو ټینګار وکړ.

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې د افغان ښځو شبکې(Afghan Girls In ICT)  مشرې آغلې شبانې منصوري هم د دې څانګې داهمیت او  په دې برخه کې د ښځو  د رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د اترا ادارې د کړنو او لاس ته راوړنو په هکله جوړه شوې ویډیو د غونډې ګډونوالو ته و ښودل شوه.

د غونډې په پای کې د اترا ادارې لخوا د تشویق په موخه په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې ۱۷ مخکښو نجونو ته سوغاتونه او تندیسونه  ورکړل شول.