د مخابراتو د صنايعو پر مسايلو د پوهېدنې او بهترۍ په موخه د اترا ادارې مشرتابه د MTNمخابراتي شرکت عامل رئیس ښاغلي عباد رضا سره وکتل

پر تعارف سربیره د خدماتو کیفیت، مالياتي مسايلو، د مخابراتی سايټونو امنيت او د سیم کارتونو راجستریشن د جلسې عمده ټکي وو.

د (ام ټی اېن) رئیس د اټرا مشرتابه ته په خدماتو کې د بهترۍ، د ټکنالوژيو نوي کولو، د هېواد ليرې پرتو سیمو ته د خدمتونو غځونې او د خدمتونو گډونوالو شکایتونو ته د رسیدلو ډاډ وکړ. د اټرا ادارې مشرتابه د شرکت له رئيس وغوښتل څو د خپلو مسايلو يو لست ورسره شريک کړي، څو رسېدنه ورته وشي.