د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د صنعت او مارکېټ د وضعيت د بهترۍ او د مخابراتي خدمتونو د مشترکینو ستونزو ته د رسیدنې په موخه د اټرا ادارې مشرتابه د ماليې وزیر او د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ستر سلاکار جلالتمآب پروفیسور محمد همایون قیومي سره ولیدل

د سکتور د اساسي مسايلو پېژندنه، د اترا ادارې پياوړتیا، د سکتور تقويه، د خدمتونو کیفیت او توسعه ددې ناستې لوی ټکي وو، چې په اقتصادي چارو کې د ولمسشر د سلاکار لارښوونې پرې واخیستل شوې. د صنعت او مارکيټ د انکشاف او تقویې او همدا راز د شته ستونزو په اړه نظرونه تبادله شول څو د افغانستان په ښاري او  لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې د خلکو اتصال پراخ شي.