د حکومتولۍ د ډیجیټلي کولو د هڅو په لړ کې نن د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)، د مخابراتو،.معلوماتي ټکنالوژۍ او ساینس وزارت او د ملي تلویزیون د رهبرۍ تر منځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه دایره شوه

په دغه ناسته کې د اترا ادارې سرپرست رئیس محترم عمر منصور انصاري، د مخابراتو او ساینس د سرپرست وزیر محترم فهیم هاشمي او د ملي را‌ډیو تلویزیون د رئیس محترم اسماعیل میاخېل د ملي ډېټا سنټر او (Server Room) په رامنځته کولو او پیاوړتیا پر لارو چارو وغږېدل او د اترا ادارې رهبرۍ په دې برخه کې د دواړو بنسټونو مشرانو ته د بشپړې تخنیکي همکارۍ ډاډ ورکړ.

عمر منصور انصاري د ګڼو دولتي ډېټا سنټرونو په رامنځته کولو او همدا راز یې د امنیت په خوندي کولو هم ټینګار وکړ.

په ناسته کې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او ساینس وزارت سرپرست محترم فهیم هاشمي یادونه وکړه چې افغانستان یو دولتي ډېټا سنټر لري چې د نوي کولو او لا پرمختللي کولو لپاره یې کار روان دی او ورسره به له یوې څېړنې وروسته نړیوال بانک دې ته چمتو شي چې افغانستان ته د یو بل دولتي ډېټا سنټر په جوړولو کې د مرستې اوږه ورکړي.

همداراز د ملي راډیو تلویزیون رئیس اسماعیل میاخېل وویل، دوی نهه جریبه ځمکه کې نوي تاسیسات جوړول غواړي چې چې په دې لړ کې د ملي دولتي ډېټا سنټر لپاره د (space) او ځای د ورکړې لپاره هم چمتو دي.

د یادونې ده چې جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې له اړوندو ادارو سره د بریښنايي حکومتولۍ د ودې او دولتي ادارو د ډیجیټلي کولو لپاره ناسته کړې وه او په دې اړه یې د کارونو د چټکتیا امر کړی و.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره په دې برخه کې د دولتي ادارو په چوکاټ کې د بریښنايي حکومتولۍ د رامنځته کولو تخنیکي او مالي چارې مخته وړي او مهم رول یې پر غاړه لري.