د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ نړیوال نندارتون تر نوم لاندې، نندارتون پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې د افغانستان د معلوماتي تکنالوجۍ او مخابراتو نړیوال نندارتون تر نوم لاندې نندارتون د کابل ولایت په انترکانتینینتال هوتل کې پرانیستل شو. د اترا ادارې د بورد غړي ښاغلي محمد رضا جعفري چې ددې ادارې په استازیتوب یې په دغه نندارتون کې ګډون کړی وو، د خپلو خبرو په ترڅ کې یې د ټولنې د وکړو د ژوندانه په چاروکې د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ د رول او اهمیت او په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د اترا ادارې د فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل. ښاغلي جعفري د یادو خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه ، اترا اداره په پام کې لري چې د هیواد د مخابراتي مارکیټ د پراختیا او ښه والي په موخه د نوري فایبر څو نور جوازونه هم صادر کړي.

د یادولو وړ ده چې په دغه نندارتون کې له افغانستان او ایران هیوادونو څخه شپیتو شرکتونو ګډون درلود او خپل توکي یې نندارې ته وړاندې کړل، دغه نندارتون به د دریو ورځو لپاره د لیدونکو په مخ پرانیستی وي.