د کابل ښار د عبدالرحمن جامع جومات کمپیوټر لب پروژه بشپړه او اخیستنې ته وسپارل شوه

په هغه غونډه کې چې د کابل ښار مرکزي سیمې اړوند د عبدالرحمن جامع جومات کې جوړه شوې وه، د دغه جومات د کمپیوټر لب پروژه تر بشپړیدو وروسته د اترا ادارې د مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي او د حج اوقافو وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر امین الدین مظفري لخوا افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي چې په دغه غونډه کې یې خبرې کولې وویل، اترا اداره ویاړي چې په معلوماتي تکنالوجۍ د هیواد دیني او مذهبي ځایونو د سمبالولو  په لور ګام پورته کوي. ښاغلي هاشمي زیاته کړه اوسمهال په مذهبي چارو کې له معلوماتي تکنالوجۍ ګټه اخیستنه ځانګړی اهمیت لري؛ نو له همدې امله اترا اداره د افغان حکومت له پروګرامونو سره سم کوښښ کوي ترڅو په جوماتونو او مدرسو کې له تکنالوجۍ څخه ګټې اخیستنې ته پراختیا ورکړي او دغه مرکزونه له نوري فایبر سره هم ونښلوي.د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال وویل، چې له نوري فایبر سره دهیواد  د جوماتونو او مدرسو په نښلولو سره به دې ته لاره برابره شي تر څو یاد مرکزونه او مدرسې د نړیوالو اسلامي او تحقیقاتي مرکزونه سره هم و نښلول شي.

د حج او قافو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر امین الدین مظفري، په خپلو خبرو کې د اترا ادارې لخوا په جوماتونو او مدرسو کې د کمپپوټر لب جوړولو په برخه کې دیادې  ادارې له مرستو او همکاریو مننه وکړه. زیاته یې کړه په نننۍ بشري نړۍ کې له معلوماتي تکنالوجۍ ګټه اخیستنه ځانګړی اهمیت لري. ښاغلي مظفري زیاته کړه، په جوماتونو او مدرسو کې له الکترونیکي توکو ګټه اخیستل ډیره اړین دي؛ نو له همدې امله یې د جوماتونو او مدرسو له مسئولینو وغوښتل چې له دغه وسایلو په سمه توګه ګټه پورته او د امانت په شکل ترې ساتنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې روان کال د اترا ادارې د ټولیز لاسرسي په مالي مرسته  د کابل ښارپه  ۱۲ محرابه جوماتونو او ۴ مدرسو کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت کمپیوټر لبونه جوړ شوي دي.