په هرات ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ لومړنی نندارتون پرانیستل شو

۵/ ۴/ ۱۳۹۸  د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي او ورسره پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ لومړنی نندارتون پرانیست.

ښاغلي هاشمي ددغه نندارتونو د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې د اترا ادارې کړنو، موخو او راتلونکو پلانونو په هکله هر اړخیز مالومات وړاندې کړل زیاته یې کړه؛ مخابراتي او معلوماتي تکنالوژي په اوسنې عصر کې د ټولنیز ژوندانه اساسي برخه تشکلیوي او اترا اداره په دې ویاړي چې په ټول هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ د ودې او پراختیا په برخه کې یې مهم رول لوبولی او  ګټورې لاسته راوړنې لري.

د اترا ادارې مرستیال د یاد نندارتون د تنظیم کونکو، او سهم لرونکو شرکتونو څخه چې د دغه نندارتون د جوړولو  او تنظیم په برخه کې یې مرسته کړې مننه وکړه، او یاد نندارتون یې د هرات خلکو لپاره د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ د ترویج په برخه کې یو ګټور او مهم ګام  و بللو.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په نړۍ او افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د چټکې ودې او پرمختګ په هکله خبرې وکړې او یاد نندارتون یې د خلکو په ورځني ژوندانه کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ د پوهاوي او کارولو په برخه کې ارزښتناک وباله. نوموړي د نندارتون د پرانیستلو له امله  د اترا ادارې او دهرات ولایت د مخابراتو ریاست له هلو ځلو مننه وکړه.

د هرات د ولایتي شورا غړو هم په خپلو خبرو کې ددغه نندارتون پرانیستل ګټور وبلل او له اړوندو ادارو څخه چې په دې برخه کې یې مرسته کړې مننه وکړه. هغوی هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژي څخه ګټه اخیستنه د هیوادوالو  د ورځیني  ژوندانه په چارو کې اړین وبلل. او په هیواد کې یې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ د پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړه.

د یادولو وړ ده چې دغه نندارتون د اترا ادارې او هرات ولایت د مخابراتو ریاست په مرسته جوړ شوی چې درې ورځې به دوام ولري. هراتیان کولی شې چې په یاده موده کې هلته ورشي او په هیواد کې د تکنالوژۍ په برخه کې له ورستیو پرمختګونو، بدلونونو او د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ له بېلابیلو ډولونو سره ځانونه آشنا  کړي.