د افغانستان لپاره د بیړنیو مخابراتو د ملي مقرراتي چوکاټ د رامنځ ته کیدو لومړنی ملي ورکشاپ جوړ شو

د افغانستان دمخابراتي خدمتونو دتنظیم ادارې لخوا په افغانستان کې د بیړنیو مخابراتو لپاره د یو  مقرراتي چوکاټ د رامنځ ته کیدو او پرمختیا لپاره د اړوندو ادارو او وزارتونو: پیښوته د رسیدګي په چاروکې ددولت عالي کمیسیون، پیښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزارت، عامې روغتیا وزارت، دفاع او کورنیوچارو وزارتونو، دکلیو دبیارغونی او پراختیا وزارت، ټولګټو وزارت، دچاپیریال ساتنې ادارې، WFP، افغاني سرې میاشتې، د سوداګرۍ او صنایعو خونو، مخابراتي او انټرنټي شرکتونو استازو په ګډون لومړنی ملي ورکشاپ جوړشو.

په دغه ملي ورکشاپ کې د اترا ادارې عمومي رئیس ډاکټرمحمدنجیب عزیزي د بیړنیو مخابراتو د ارزښت او په دغه برخه کې د یو ملي چوکاټ د رامنځ ته کیدو په هکله خبرې وکړې ویې ویل: له زیانمنو او متضرره  سیمو سره د اړیکو ټینګو او مالوماتو تر لاسه کولو په برخه کې مخابرات بنسټیز او اساسي ځای لري. زیاته یې کړه د نني ورکشاپ اساسي هدف دادی چې څنګه له ICT څخه د ژوندانه د ژغورلو په برخه کې کار واخلو او له کومو ګټورو لارچارو څخه په ګټه اخیستنې سره د پیښو درامنځ ته کیدوڅخه مخکې، دپیښو په جریان او له پیښو وروسته د زیانمنو سیمو خلکو ته خدمتونه وړاندې کړو.  د اترا ادارې رئیس د بیړنیو پیښو د رامنځ ته کیدو په وخت کې د مخابراتي ګڼه ګوڼې او مزاحمت د رامنځ ته کیدو په برخه کې اندیښنه وښوده او ددې ستونزې د حل په برخه کې یې له مخابراتي شرکتونو سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

اترا او اړونده ادارو چې په دغه ورکشاپ کې یې ګډون درلود د بیړنیو پیښو د رامنځ ته کیدو او متضرره سیمو ته د مرستې رسولو په برخه کې د خپلو ادارو د دندو او مسئولیتونو په هکله پرزینتشنونه وړاندې کړل او د اترا ادارې لخوا جمع بندي او د بیړنیو مخابراتو لپاره د یو ملي چوکاټ د را منځ ته کیدو په موخه د ورکشاپ ګډونوال په څلورو کاري ګروپونو : ۱- ریګولیشن او پالیسي ۲ـ ملي پلان او لومړي توبونه ۳ – مخابرات او خدمتونه ۴- همکاري او انسجام ګروپونو وویشل شول، له اوږدو بحثونو وروسته هر کاري ګروپ خپل نظرونو او وړاندیزونه د پریزنتیشن په شکل ترتیب او وړاندې کړل.

د ورکشاپ په پای کې ټینګار وشو چې اړوندې ادارې دې په دې هکله خپل نظریات او وړاندیزونه  په لنډ وخت کې اترا  ادارې ته وسپاري ترڅو ددوی د وړاندیزونو او تجربو څخه په ګټه اخیستو سره د افغانستان لپاره د بیړنیو مخابراتو په برخه کې یو هر اړخیز، جامع  او ملي چارچوپ رامنځ ته او د نورو کړنو د ترسره کیدو په هکله عملي ګامونه واخیستل شي.