د اترا ادارې او د افغانستان د ننداتونونو د مرکز په مرسته په کابل کې د برښنایي تادیاتو لومړنی نندارتون پرانیستل شو

۲۴ – ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۷ د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې په مرسته د بریښنایي تادیاتو لومړنی نندارتون پرانیستل شو. دغه نندارتون د اترا دارې د کاري پلان له مخې په کابل کې پرانیستل شو، په یاد نندارتون کې چې څلور ورځې به دوام ومومي مخابراتي او انترنټي شرکتونو، دولتي او خصوصي بانکونو، د مخابراتي سکتور ملي سوداګرو او د الکترونیکي تادیاتو د خدمتونو وړاندې کونکو شرکتونو، خپل محصولات، خدماتي وسایل، تجهیزات او تکنالوجي نندارې ته وړاندې کړل.

د نندارتون په پرانیسته کې د اترا ادارې په استازیتوب ښاغلي عطامحمد یاري خبرې وکړې ویې ویل چې بریښنایي تادیات ددولتي او خصوصي سکتور د ودې او اقتصادي فعالیتونو د پرمختګ په لاره کې ډیر مهم رول لوبوي، همدارنګه د عامه خدمتونو د وړاندې کول د هیواد د اقتصادي بهیر د چټکې پراختیا لپاره لار هواروي.

د نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې د اترا ادارې مشرتابه، لوړ رتبه دولتي مامورینو، داخلي او خارجي میلمنو او د ګڼ شمیر رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د یادولو وړ ده چې یاد نندارتون به د څلور ورځو لپاره د کتونکو په مخ پرانیستی وي.ترڅو په هیواد کې د الکترونیکي تادیاتو د وړاندې کوونکو شرکتونو له تکنالوجۍ، فعالیتونو او خدمتونو څخه معلومات ترلاسه کړي.