د اترا ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د ټولیزې لاسرسۍ پروژو د پرمختګ په هکله د همغږئ غونډه ترسره شوه

۱۵ زمری ۱۳۹۸

په هغه غونډه کې چې دپوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو مرستیال ښاغلي محمد ابراهیم شینواري تر  ریاست لاندې ددغه وزارت او اترا ادارې د رهبري هیئت ترمنځ جوړه شوې وه؛ د ټولیز لاسرسي پروژو په اړه بحث وشو.

په پیل کې ښاغلي سید بلال هاشمي د ټولیزې لاسرۍ پروژو  د کارونو پرمختګ او په دې برخه کې د شته ستونزو په هکله د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل. ورپسې د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو مرستیال په دې اړه خپل نظرونه او ملاحظات وړاندې کړل ،له هراړخیز بحث وروسته ، دواړو لورو د پروژو د ښه تطبیق لپاره د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ په هراړخیزې همکارۍ ټینګار وشو.

د یادولو وړ ده چې اترا اداره له نورو ادارو سره د بېلابېلو پروژو ترڅنګ، له پوهنې وزارت سره هم  ۸ پروژې چې په هغې کې له نورې فایبر سره د ښونځیو نښلول، IT Lab مرکزونو جوړول، د انټرنیټ باندویت او په درې بعدي ډول د درسي ویډیوګانو برابرول شامل دي، تر لاس لاندې نیولې دي، چې د اترا ادارې د ټولیزې لاسرۍ بودجې لخوا تمویلیږي. په پام کې ده چې د پورته ذکر شویو پروژو پر دوام دهیواد ټول ښوونځي له نوري فایبر سره وصل او له انټرنټي چوپړتیاو  برخمن شي .