د اترا ادارې او هیواد د 24 ادارو او وزارتونو تر منځ د معلوماتي ټکنالوجۍ او خدمتونو ته د ټولیزې لاسرسۍ اړوند پروژو د کارونو د ارزونې او پرمختګ په هکله د همغږۍغونده ترسره شوه.

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له هغه  وزارتونو او ریاستونو سره د همغږۍ غونډه وکړه چې د معلوماتي تکنالوجۍ او خدمتونو ته د ټولیزې لاسرسۍ پروژې یې د اترا ادارې د ( TDF ) پرمختیایی صندوق لخوا تمویلیږي.

د غونډې په پیل کې د اترا ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد نجيب عزيزي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغوی له ګډون کولو قدرداني او ستاينه وکړه. وروسته، یې په اوسنیو عصري ټولنو کې دمخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په رول، په کارونو کې د چټکتیا او روڼتیا په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې اوعامه روغتیا په ډګر کې د هغې د اهمیت په هکله علمي او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلی عزيزي د دې پروژو د ارزښت په پام کې نيولو سره له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د معلوماتي ټکنالوجۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې له ځنډ پرته اړين ګامونه پورته کړي او هره اداره دې په دې هکله جدي هڅې وکړي.

په دغه غونډه کې، د 24 ادارو  او وزارتونو استازو ګډون کړی وو، چې په اړوندو ادارو کې یې د یادو پروژو د پرمختګ او شته ستونزو په اړه خپل معلومات له اترا ادرې سره شریک کړل ، چې د کارونو د لا چټکتیا او ښه والي په موخه یې د اترا ادارې د مشرتابه له له خوا  اړوندو ادارو ته لازمې  لارښوونې وشوې.

د یادولو وړه ده چې د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره خدمتونو ته د ټولیزې لاسرسۍ پرمختیایي صندوق (TDF)  په مالي مرسته د هیواد په 24 ادارو او وزارتونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پروژې تمویل او پلې کوي.