د اترا ادارې او هیواد د ۲۴ ادارو تر منځ د معلوماتي ټکنالوجۍ او خدمتونو ته د ټولیز لاسرسي اړوند پروژو د کارونو د څرنګوالي او پرمختګ په هکله د همغږۍغونده ترسره شوه

۱۲/ ۴ / ۱۳۹۸

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مالي او ادارې مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي په مشرۍ د تیرو غونډو پر دوام  له هغه وزارتونو او ریاستونو سره چې د معلوماتي تکنالوجۍ او خدمتونو ته د ټولیز لاسرسي پروژې په کې پلې کیږي، د کارونو دڅرنګوالي او پرمختګ په اړه د همغږي غونډه وکړه.

په دغه غونډې کې د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلی سید بلال هاشمي، د پروژې د تمویل او تدارکاتو د څرنګوالي او پرمختګ په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل، او له ښکیلو خواو  یې وغوښتل چې د خپلو  ادارو اړوند  پروژو د کارونو د پرمختګ او فعالیتونو په هکله ورستي معلومات له دې ادارې  سره شریک کړي.

وروسته د ادارو او وزارتونو استازو په اړوندو ادارو کې د یادو پروژو د پرمختګ او شته ستونزو په اړه خپل معلومات له اترا ادرې سره شریک کړل ، چې د کارونو د لا چټکتیا او ښه والي په موخه د اترا ادارې د مشرتابه له خوا اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره خدمتونو ته د ټولیز لاسرسي پرمختیایي صندوق (TDF) په مالي مرسته د هیواد په 24 ادارو او وزارتونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پروژې تمویل او پلې کوي.