د هیواد روغتیایي مرکزونو د نښلونې او له لیرې واټن د صحي خدمتونو سیستم د رامنځ کولو پروژو د پرمختګ او څرنګوالي په هکله د همغږئ ناسته و شوه

۹ وږی ۱۳۹۸

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)، مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او عامي روغتیا وزارتونو ترمنځ  د هیواد د ۲۵ روغتیایي مرکزونو د مخابراتي نښلونې او له لیرې واټن د روغتیایي خدمتونو سیستم (Telemedicine)د رامنځ ته کولو پروژو د کارونو د پرمختګ او څرنګوالي په موخه ، چې د اترا ادارې لخوا تمویل کیږي، ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې د اترا ادارې د تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ماموسي زیور او د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت د الکترونیکي حکومتولۍ رئیس هم ګډون کړی وو، چې په سمنګانو، پکتیا او کابل ولایت جمهوریت روغتونونو کې له لیرې واټن د روغتیایي خدمتونو سیستم (Telemedicine)د رامنځ ته کولو پروژو د کارونو د پرمختګ او څرنګوالي او همدارنګه د هیواد د ۲۵ نورو روغتیایي مرکزونو د نښلونې او په دې برخه کې، شته ستونزو ته د حل لارو لټولو او پر ټاکلي وخت د یادو پروژو سرته رسولو په اړه  د هر اړخیزو خبرو ترڅنګ  په دې هکله د اړینو ګامونو اخیستلو ژمنې وشوې.