د هیواد دخپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې په هکله د همغږۍ ناسته وشوه

د اترا ادارې د مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي تر مشرۍ لاندې د چارو د ادارې او شرکتونو استازو  ترمنځ د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځنې او فعالیتونو د  همغږي کولو په موخه ګډه  ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډې کې د اترا ادارې او شرکتونو د ګډون او برخه اخیستنې پر څرنګوالي  او د هیواد د سلمې کلیزې د لاښه تجلیل  او تر لاس لاندې برنامو په هکله هر اړخیزې  خبرې اترې وشوې او  نظرونه سره شریک شول. په دې غونډه کې د اترا ادارې او شرکتونو لخوا  د هیواد د خپلواکۍ جشن د لا ښکلا  لپاره د بیلابیلو برنامو او پلانونو په لرلو ټینګار وشو.