د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) په مالي او تخنیکي مرسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لپاره د اړیکو او شکایتونو د اوریدلو مرکز (کال سنټر) پرانیستل شو

دغه مرکز چې د ورځې به د ۵۰۰ اړیکو ترلاسه کولو ظرفیت ولري په اړه جوړې شوې غونډې ته د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) سرپرست رئیس عمر منصور انصاري وویل، دغه مرکز د اترا ادارې اړوند د ټکنالوژیکو نوښتونو د ودې صندوق (ټي، ډي، ایف) په پیسو جوړ شوی دی.

ښاغلي انصاري غونډې ته په وینا کې وویل، اترا اداره د افغانستان د انټرنیټي نظام په ارزونه هم بوخته ده او هڅه کوي د انټرنیټي بیو راکمولو او د سرعت زیاتولو په موخه د انټرنیټ د تبادلې مرکزونه( Internet Exchange Points)

حمايه کړي: (( افغانستان داسې یو مرکز لري، د دغسې نقاطو په رامنځته کولو سره د انټرنیټ سرعت زیاتیږي، بیه یې کمیږي او د افغانستان انټرنیټي ډیټا سیر او ترافیک لوکل یا محلي پاتې کیږي.))

ښاغلي انصاري زیاته کړه، اترا اداره همداراز د ملي فایبر برخه کې پانګونه باندې هم کار روان کړی ځکه چې په وینا یې د افغدنستان پر وایرلس نظام فشار زیات دی او کور کور ته د فایبر رسولو پروګرام په مرسته به د انټرنیټ د رسولو برخه کې کارونه اسان شي.

ښاغلي انصاري همدا راز یادونه وکړه چې اداره یې په لنډو ورځو کې (E- Learning) په نوم داسې پروګرام معرفي کوي، چې زده کوونکي او محصلین به ترې پرته له دې چې انټرنیټ ولري په وړیا ډول خپل درسي مواد انلاین ترلاسه کوي: (( دا انټرانیټ یا د محلي انټرانیټ یو شبکه ده چې کاروونکي یې لګښت پرته د پوهنتونو، ښوونځیو او تخنیکي او مسلکي ادارو درسي مواد ترلاسه کوي.))

په اخره کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لخوا د اترا سرپرست رئیس عمر منصور انصاري ته ستاینلیک هم ورکول شو چې په کمه موده کې دغې ادارې ورته د اړیکو مجهز مرکز جوړ او پرانیست چې ورسره به د شهیدانو وراثینو او معلولینو ته د رسیدنې چاره اسانه شي.

د یادونې ده چې اترا ادارې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، پوسټ ریاست، د ښځو چارو وزارت، د مخابراتو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، حج و اوقاف وزارت، علومو اکاډمۍ او ګڼو نورو دولتي او خصوصي ادارو ته د نوري فایبر اتصال، انټرنیټ برابرولو او بریښنایي حکومتولۍ د اساس په ایښودلو کې مهم رول لوبولی دی.