اترا له ملي راډیو ټلویزیون سره د ډیجيټال سازۍ پر ګډو پروژو کار پيلوي

د ملي راډیو تلوېزیون رهبرۍ له اترا څخه دغه دولتي بنسټ لپاره د بریښنايي حکومتولۍ او ډیجيټالي محتویاتو د ودې په موخه د خپلو شپږو زېربنايي پروژو د تطبيق په برخه کې تخنیکي/مالي مرسته وغوښته.

په هغه ناسته کې چې د اترا د رهبرۍ مقام، عمر منصور انصاري، د اترا د عالي شورا او بورډ غړو هم په کې ګډون درلود، د ملي راډیو تلوېزیون رئیس، محترم اسماعیل میاخېل وویل، ملي تلویزیون حاضر دی چې د هېواد په کچه د ډیجیټالي محتویاتو د ودې او زیرمتون لپاره ځای برابر کړي.

ښاغلي انصاري بیا وویل د ډيجټالي محتوياتو د صنعت وده ضروري ده او باکیفیته، سریع او ارزانه انټرنټ ته اړتيا لري، چې ددواړو ادارو د همکارۍ له لارې به دا هدف ترلاسه شي. هغه زیاته کړه، اترا به د ملي راډيو ټلویزیون پروپوزل څېړي او د لا ښې همغږۍ په موخه به له يادې ادارې سره مباحثو ته ادامه ورکوي.