اترا اداره مخابراتي خدمتونوته د ځوانانو د لاسرسي په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت سره مرسته کوي

سه شنبه ۱۲ وږی ۱۳۹۸

د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو له مرستیال ښاغلي اجمل شاهپورسره وکتل او په ټول هېواد کې یې مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ته د ځوانانو د لاسرسي په هکله خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ، دواړو لورو په ځانګړې توګه د هیواد په لیرې پرتو سیموکې مخابراتو او تکنالوجۍ ته د ځوانانو د لاسرسي او کارونې په اړه بحث او خبرې وکړې، چې په پایله کې د اترا ادارې له لوري ددې ادارې د کړنلارې او ځوانانو معینیت له پروګرامونو سره سم د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.