د اترا ادارې تخنیکي مرستیال د افغانستان لپاره د مصر هیواد له سفیر سره وکتل

 ۹ سرطان ۱۳۹۸د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب د افغانستان لپاره د مصر جمهوري هیواد سفیر ښاغلي هانی صالح مصطفی سره په خپل کاري دفتر کې وکتل .

په دغه ناسته کې د دوه اړخیزو همکاریو، اقتصادي دیپلوماسي دپراختیا، په دغه سکتور کې د پانګونې او مخابراتي خدمتونو د ودې او مخابراتي زیربناوو د پیاوړتیا په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.