د اترا اداري موظف هیُت د بلخ د اداري د نفت او ګاز انستیتوت څخه لیدنه وکړه

۱۷ تله ۱۳۹۸
د افغانستان مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) موظف هیت د یادې ادارې د مالی او اداري محترم مرستیال سید بلال هاشمي په مشرۍ د بلخ ولایت د نفت او ګاز انستیتوت څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه د بلخ ولایت د نفت او ګاز انستیتوت امر عباس خان سخي یارد انستیتوت په سابقه ، کارونو او فعالیتونو لنډ معلومات وړاندې کړل او اترا ادارې د موظف هییت له ورتګ څخه یې دمننې په څرګندولو د اترا ادارې له همکاري ستاینه او قدرداني وکړه .
او زیاته یې کړه چې د بلخ د نفت او ګاز انستیتوت د انټرنیټ او ځینې معلوماتي ټکنالوجۍ وسایلو چې د اترا ادارې لخوا ورکړل شوي موثر تمام شوي دي خو لازیاتي همکاري ته اړتیا ده .
د اترا ادارې مالي او اداري محترم مرستیال سیدبلال هاشمي د بلخ د نفت او ګازانستیتوت مشکلات ، نظریات او اړتیاوې له نږدې واوریدې او ولیدې . نوموړي زیاته کړه چې اترا اداره دولتي ادارې ، دولتي روغتونونه ، دولتي پوهنتونونه ، انستیتونه ، ښوونځي او نورې ادارې په معلوماتي ټکنالوجۍ وسایلو او انټرنیټي پوښښ سمبالوي. او اترا اداره به د یاد انستیتوت د اړتیاوو او غوښتنونو پربنسټ خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.