د اترا اداري موظف هیُت د بلخ له پوهنتون څخه لیدنه وکړه

۱۷ تله ۱۳۹۸
د افغانستان مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) موظف هیت د یادې ادارې د مالی او اداري محترم مرستیال سید بلال هاشمي په مشرۍ د بلخ پوهنتون له مسولینو ، استادانو، ګڼ شمیر محصلینو سره د اترا ادارې لخوا په لاره اچول شوو پروژو د موثریت په اړه غونډه درلوده . یاده غونډه کې چې د اترا ادارې موظف هیت سره بیره پکې د بلخ پوهنتون علمی معاون عبدالجبار شیخزاده ، دبلخ ولایت د مرستیال والي شجاع الدین شجاع او نور مسولینو هم ګډون کړی و ترسره شوه . د بلخ پوهنتون علمی معاون محترم عبدالجبار شیخزاده د اترا ادارې موظف هییت له راتګ او ددوی له فعالیتونو او همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه او زیاته یی کړه چې د اترا ادارې لخوا له یاد پوهنتون سره د MB ۱۲۰ انټرنیټي خدمتونه که څه هم موثر تمام شوی دی خو په مجموعي ډول د یاد پوهنتون د استادانو او محصلینو ستونزې نه حل کوي نو هیله ده چې په دې برخه کې لا ډیره همکاري وشي.
ورپسې د بلخ ولایت معاون شجاع الدین شجاع د اترا ادارې له موظف هییت څخه د مننې ترڅرګندولو وروسته زیاته کړه چې یاد ولایت کې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې شته او له اترا ادارې څخه یې هیله وکړه چې ددغو ستونزو په حل کولو کي بشپړه پاملرنه وکړي.
ورپسې د اترا ادارې مالی او اداری محترم مرستیال سیدبلال هاشمي د اترا ادارې د فعالیتونو ، لاسته راوړنو ، راتلونکو پلانونو په اړه بشپړه معلومات وړاندې کړل. او یاده یې کړه چې اوس مهال اترا اداره په بلخ ولایت ځینې دولتي ادارې ، د مزار شریف عمومي روغتون ، 8 ښوونځې ، د بلخ پوهنتون او نورې ادارې په معلوماتي ټنکنالوجۍ وسایلو او انټرنیټ سمبال کړي دي او دا همکاري به نوره هم زیاتیږي. همدا رنګه ښاغلي هاشمي بلخ پوهنتون د استادانو او محصلینو پوښتونو ته چې د مخابراتي ستونزو ته په وخت رسیدګي ، د انټرنیټ او مخابراتي خدمتونو د کیفیت او کمیت په څرنګوالی ، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو په قیمتونو ، په هیواد کې د نوري فایبر شبکې په غزولو ،د سیکارتونو په راجستریشن او نور اړونده فعالیتونو په اړه وې هړاخیز ځوابونه وویل او دهغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واوریدل او زیاته یې کړه چې اترا اداره په هیواد کې د تحقیقاتو مراکز ، د دولتي ادارو سره بیره د هیواد روغتیايي مراکز ، پوهنتونه او ښوونځي او نورې اړوندې ادارې به په معلوماتي ټکنالوجۍ وسایلو مجهزې او تر انټرنیټي پوښښ لاندې راولي او اترا اداره ژمنه ده چې په مربوطه برخه کې لا ښه خدمتونه هیواد او هیوادوالو ته وړاندې کړي