د اترا اداري موظف هیُت د بلخ ولایت د عامه روغتیا ریاست له مسولینوسره ناسته درلوده

۱۸ تله ۱۳۹۸
د افغانستان مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) موظف هیت د یادې ادارې د مالی او اداري محترم مرستیال سید بلال هاشمي په مشرۍ د بلخ ولایت د عامه روغتیا ریاست له مسولینو سره سره ناسته درلوده.
دغه ناسته چې د اترا ادارې له خوا په بلخ ولایت کې د عامه روغتیا په برخو کې د معلوماتي ټکنالوجي په لاره اچولو شوو پروژو په اړه ترسره شو د اترا ادارې موظف هییت او د بلخ عامې روغتیا ریاست معاون احمد خالد ربع او مامورینو ګډون کړی و.
د اترا ادارې مالي او اداري محترم مرستیال سید بلال هاشمي د اترا ادارې د کارونو ، فعالیتونو ، خدمتونو ، د لرې پرتو سیمو لپاره د انلین تداوۍ او نورو راتلونکو پروګرامونو او پلانونو په اړه معلومات شریک کړل .
وروسته د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست معاون د اترا ادارې له ورغلي هییت او یادې ادارې له همکارۍ او فعالیتونو څخه د مننې په څرګندولو سربیره د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو او روغتیايي مرکزونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په روغتیايي برخو کې یې د معلوماتي ټکنالوجۍ وسایلو او د انټرنیټي خدمتونو ته د کم لاسرسي یا نه شتون په اړه خپلې ستونزې ، غوښتې او اړتیاوې شرېکې کړې چې د اترا ادارې موظف هییت له خوا یې ستونزې او وړاندیزونه واوریدل شو او یادې ادارې موظف هییت ددې ستونزو په کمولو او په روغتیایی برخو کې د ډیرو همکاریو لپاره خپل هوډ څرګند کړ. او ویې وویل زمونږ هڅه به دا وي چې بلخ ولایت د عامې روغتیا ادارې او مراکز په ټکنالوجۍ وسایلو او انټرنیټ تر پوښښ لاندې راولو