د اترا ادارې پلاوي د ننګرهار محترم والي سره د کتنې ترڅنګ په دغه ولایت کې دهیواد د خپلواکۍ بیرته تر لاسه کولو د سلمې کلیزې د نمانځلو په مناسبت د اترا ادارې د پروګرامونو په هکله مالومات وړاندې کړل

د اترا ادارې پلاوي چې ترکیب کې یې ددې ادارې تخنیکي متخصص ښاغلي انجنیر مطیع الله خروټي او د ولایاتو چارو د انسجام رئیس ښاغلي انجنیر نادرشاه آرین ګډون درلود، ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له والي ښاغلي شامحمود میاخیل سره وکتل. په دغه لیدنه کې د هیواد خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو  د سلمې کلیزې د نماځلو په هکله یې په یاد ولایت کې د اترا ادارې د پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ښاغلي خروټي وویل اترا  اداره په پام کې لري چې د ننګرهار ښار په ځینو سیمو کې په همدې مناسبت  بنرونه ولګوي او همدا راز  د هیواد دخپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو په ویاړ  مشاعره هم جوړه کړي.

د ننګرهار والي ښاغلي شامحمود میاخیل د اترا ادارې له کړنو او برنامو د ستاینې ترڅنګ په جلال آباد ښار کې د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو جشن د لا ښکلا  لپاره ددې ادارې پلانونه وستایل او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه.